د هوايي چلند اداره وايي چې د ټرافیکو د نۀ تنظیم لۀ امله عوائد کم شوي
د هوايي چلند اداره وايي چې د ټرافیکو د نۀ تنظیم لۀ امله عوائد کم شوي
افغان حکومت وايي چې له ترکیې او قطر سره د هوایي چلند په تنظیم خبرې روانې دي او دا خبرې به د نوي کال تر رخصتیو وروسته بېرته پیل شي او تمه کېږي چې ډېر ژر د افغانستان په حریم کې د هوایي ترافیکو د تنظیم لپاره اقدامات ترسره شي.
(2021 / 1 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هوايي چلند اداره وايي چې د هوايي ترافیکو د نه تنظیم له امله د افغانستان له خاورې د پروازونو په ترسره کېدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دغه ادارې رسنیو ته ویلي چې دمګړی هره ورځ شاوخوا شپېته پروازه له افغان خاورې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې دا شمېره ۳۰۰ پروازونو ته رسېده. یاد وزارت ویلي چې له هر پرواز افغانستان ته شاوخوا ۷۰۰ ډالره عاید راتلو چې اوس په دې شمېره کې د پام وړ کموالی راغلی دی.