خوګا خیل قوم 33 کسیزه کمیټي جوړه کړه چې حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي
باغي ټي وي رپورټ
د تورخم کسټم کلیئرنس ایجنټانواتحادیی چیئرمېن معراج الدین شینواری خوګاخېل د احتجاجی ناستې په موقع اعلان وکړو چې د پاک افغان لویه لار د هر قسمه ټرافیک لپاره خلاصه ده.
د تورخم د کسټم کلیرینس اتحادیی چیرمین معراج الدین شینواری اعلان وکړ چې د پاک افغان لویه لاره به د هر ډول ترافیک په مخ د خوګه خېل قوم د مشرانو او ولسونو له لوري پرانیستل شي.
د خوګا خیل قوم درې تپو اشرف خیل، بسي خېل او د فاطمي خېلو په مشرۍ يوه ٣٣ کسيزه کمېټي جوړه کړې ده چې له حکومت سره به په دې مسئلې خبرې کوي.