ستانکزی: افغانستان پۀ هر ډګر کې سیاسي، مسلکي او فني کادرونه لري 

0
215

ستانکزی: افغانستان پۀ هر ډګر کې سیاسي، مسلکي او فني کادرونه لري 

هغه دغه راز یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د ټولو پرګنو ګډ کور دی او ټول باید د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاسونه سره یو کړي او په ګډه د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي.

 

(2022 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې افغانستان په هر ډګر کې سیاسي، مسلکي او فني کادرونه لري.

هغه نن خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې ا.ا د هېواد ابادۍ او بیارغونې ته ژمن دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې ا.ا ژمن دی څو د هیواد په ابادۍ کې د ټولو له وړتیا په خپل ځای ګټه واخلي چې راتلونکو نسلونو ته پر ځان بسیا افغانستان پاتې شي.

هغه دغه راز یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د ټولو پرګنو ګډ کور دی او ټول باید د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره لاسونه سره یو کړي او په ګډه د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي.

Leave a reply