ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۱.۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي 

0
104

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۱.۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي 

نوموړی وایي دوی له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي له دغه هېوادونو هغه پیسې تر لاسه کړي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې ځانګړې کړې دي.

 

(2022 / 1 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي افغانستان ته یې شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر بشردوستانه مرستې راټولې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي چې په همدې لړ کې دوی تر دې دمه د شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالرو په ټولو بریالي شوي دي.

نوموړی وایي دوی له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي له دغه هېوادونو هغه پیسې تر لاسه کړي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې ځانګړې کړې دي.

دوجاریک پر نړیوالو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

Leave a reply