په کراچۍ کې د اومي کرون نوي قسم زیاتیدو له وجهې اندیښنې

باغي ټي وي رپورټ
د کورونا نوی ډول، چې په سندهـ کې راڅرګند شوی، د خطر زنګ وهلی دی.
د 24 نیوز یو رپورټ مطابق په کراچۍ کې د اومي کرون د خپرېدو شمېر ۹ ته رسېدلی، چې وروسته ی د سندهـ حکومت د کاروبارونو او سکولونو په تړلو غور پيل کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې د اومي کرون د لومړۍ پېښې له څرګندېدو وروسته د کرونا ویروس د خپرېدو لړۍ چټکه شوې ده. د اومي کرون د خپریدو کچه 9 ته رسیدلې چې وروسته د سند روغتیا څانګې د سوداګرۍ ساعتونو محدودولو غور پیل کړی.
په کراچۍ کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۸.۹۱ ته رسېدلی دی. پرون د ۲۶۵۰ کسانو معاینات شوي او ۲۳۶ کسان یې مثبت دي.





