د پي ټي آیی حکومت د غریبه عوام خدمت کول یوه مهمه ایجنډا ده : وزیراعلی محمود خان

0
230

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د يتيمانو او بې وسه ماشومانو په شمول د ټولنې د کمزورو طبقو سرپرستي او مرسته د رياست مهمه ذمه واري بللې ده او وئيلي يې دي چې د ټولنې د کمزورو طبقو فلاح د وزيراعظم عمران خان وژن دی .

په ټولنیزو رسنیو وزیر اعلی خیبر پښتونخوا محمود خان ویلي دي چې د پي ټي ائي د حکومت غریب عوام مرستې او ددوی لپاره د خیر ښیګړې کارونه زمونږ د حکومت د ايجنډا مهمه برخه ده او صوبائي حکومت د دې ايجنډا پوره کولو لپاره په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته کوي.
په بیان کې ویلی شوي دي چې د لنگرخانو جوړول او نور فلاحي سکیمونه په دې برخه کې د اوسني حکومت مهم ګامونه دي چې د دولت په بڼه د یوه اسلامي فلاحي دولت د جوړولو په لور یو مهم ګام دی.
د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعلی تيره ورځ سوات ته د خپل سفر په مهال د یتیمانو او بې وسه ماشومانو د تعلیم او تربیې د مرکز پرانستې دستورې ته د وینا په وخت وکړه .
هغي اوویل چې دا مرکز د صوبايي حکومت په همکارۍ د یوې شخصي فلاحي موسسې اخپال کور فاونډیشن لخوا جوړ شوی چې د سوات په سلګونو بې وزله او یتیم ماشومانو ته وړیا زده کړې او روزنه ورکوي او همدارنګه وړیا استوګنځي هم دې.

Leave a reply