د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ډي جي سپورټس او پراجېكټ ډايريكټر ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د خېبرپښتونخوا ډائريکټر جنرل سپورټس خالد خان او د 1000 سپورټس مرکزونو پروجيکټ ډائريکټر مراد علي مهمند ملاقات کړې .
ډي جي سپورټس سپيکر ته په صوابۍ کښې د روانو سکيمونو په اړه بريفنګ ورکړو۔ جي ډي سپورټس وويل د سپورټس سکیم لپاره د يو زره کنال زمکې سمري د منظورۍ لپاره د زراعت رياست ته استولې شوې ده. ياده دي وي چي سپيکر صوابئ کښي د سپورټس ګراونډ لپاره پي ايس ډي پي نه دوه پنځوس ميليونه روپو منظوري ورکړي ده ولي د سپورټ محکمي د جمنازيم هال بحالولو لپاره د 28 لاکه روپو منظوري ورکړي ده۔ د ملاقات په مهال د نوي اسټروټرف سکیم په اړه هم خبرې وشوې۔ سپیکر د یو زر سهولتونو د سپورټس منصوبې لاندې د مکمل شوو سکیمونو ستاینه وکړه او په صوابۍ کې ی د سپورټس هلو ځلو له وده ورکولو لپاره د کلنۍ منصوبې جوړولو لپاره لارښوونه وکړه.






