ایران نوی توغندی آزمویلی؛ امریکا ندېښنه ښودلې

ایران نوی توغندی آزمویلی؛ امریکا ندېښنه ښودلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل، واشنګټن د ایران د دغسې توغندیو توغولو له انکشاف څخه چې د وسلو د خپرولو په برخه کې مهمې اندېښنې ولاړوي، اندېښمن دی.
(2021 / 12 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا پرون د ایران لهخوا د نوي توغندي د توغولو په اړه اندېښنه وښوده او ویلي یې دي، چې په دغسې فعالیتونو کې له هغه تخنیک څخه کار اخیستل کېږي چې د دغه هېواد د بالیستیک توغندیو له پروګرام سره نوره مرسته کوي.
پرون تر دې مخکې ایران اعلان وکړ چې د یوه توغندي په مرسته یې درې تحقیقاتي وسیلې فضا ته توغولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل، واشنګټن د ایران د دغسې توغندیو توغولو له انکشاف څخه چې د وسلو د خپرولو په برخه کې مهمې اندېښنې ولاړوي، اندېښمن دی.
د هغې په خبره د ایران دغه اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده چې د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون د ملاتړ لپاره صادر شوی دی.
ایران وايي د سیمرغ په نوم دغه توغندی یې ۴۷۰ کیلومتر ارتفاع ته رسېدلی دی.






