شاهین شاه آفریدي د خیبرپښتونخوا پولیسو برانډ ایمبیسیډر وټاکل شو

0
80

نصیب شاه شینواري
د پاکستان د قومي کرکټ ځلنده ستورې او فاسټ بالر شاهین شاه افریدي نن د خېبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري سره د پېښور په مرکزي پولیس دفتر کې ملاقات وکړو.

آئي جي پي د پوليس او خلقو ترمينځ د نزدې او نيکمرغه اړيکي ټينګولو لپاره شاهين شاه آفريدي ته د خېبرپښتونخوا پوليس فورس د برانډ ايمبيسيډر په توګه د ټاکلو وړانديز هم وکړو کوم چې هغه په خوښۍ سره ومنلو او دا يې د خپل ځان لپاره يو ستر اعزاز وباله.
آئي جي پي سره په خبرو کښې شاهين شاه آفريدي څرګنده کړه چې پلار او تره ی هم د قانون نافذ کونکو ادارو برخه وه او د قوم لپاره ی خدمت کړې دې۔ شاهين آفريدي د ترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کښې د خېبرپښتونخوا د پوليسو د قربانيو ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغه په ملي او نړيواله کچه د صوبې د پوليسو په زړورتيا او بې مثاله قربانيو ډېر خوشحاله دې او ددوی په قربانیو ویاړ کوي. د یادونې ده چې شاهین شاه آفریدي د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل اوسیدونکې دې او د خپل محنت او صلاحیت په وجه نن د پاکستان قومي کرکټ ټیم برخه او یو چمتو لوبغاړې دې.
…………………………………..

Leave a reply