په لنډیکوتل کې د لوبو او لوبغاړو په اړه یوه مهمه غونډه شوې ده

0
58

باغی ټي وي رپورټ
د لنډی کوتل تحصیل په ټي ایم او دفتر کې د سیمه ایزو حکومتي چارواکو لخوا د سیمې ځوانانو لپاره د لوبو فعالیتونو پیل کولو لپاره د غونډې کوربه توب وکړ.

د خېبر پښتونخوا لوکل گورنمنټ پراجيکټ فوکل پرسن اظهر خان ټي ایم او شهباز خان خيبر سپورټس کلب جنرل سيکرټري کليم الله شينواري په لنډي کوتل کښې په دې اړه جوړه شوې دستوره کښې د جماعت اسلامي مشر سید مقتدا شاه اپریدي. حاجي سیدا خان شینواری د تحریک انصاف فعال غړی. د فوټبال وتلی لوبغاړی امان الله شینواری، د خیبر سپورټس کلب پخوانی رییس اختر رسول شینواری سوداګرو اتحادیې جعفر شینواری. د امير نواز شينواري نه علاوه د لنډي کوتل او خيبر نه د فټبال او کرکټ لوبغاړو په ګڼ شمير کښې ګډون کړي وو۔
غونډې ته د بلدیاتي حکومت نماینده اظهر خان وويل چې په لومړي پړاو کې به د خيبر پښتونخوا ځايي حکومت او GIZ په همکارۍ په دوه اوونيو کې په لنډي کوتل کې د فټ بال يو ټورنمنټ جوړ کړي، هغه زیاته کړه چې دې نه پس به د کرکټ ټورنمنټ تابیا شی او لوبغاړو ته به د لوبو سامان ورکړې شی او ددوی حوصله افزایی به وکړې شي. هغه زیاته کړه چې د نورو لوبو سیالۍ به هم ترسره شی.

Leave a reply