ډيره اسماعیل خان کې دمدرسې استاذه په ډزو وژل شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
دډيره اسماعيل خان په مقيم شاه سيمه کې يو تن مدرسې ته ننوتلى او ډزې يې کړي چې له امله يې يو استاد وژل شوى او بل سخت ژوبل شوى دى، په ځوابي ډزو کې ملزم هم وژل شوى دى.
دپوليسو ترمخه دوژل شوې ښځينه استاذې ملزم دخبرو لپاره مدرسې ته بللى ؤ، پيښه د مدرسې دننه په يوه کوټه کې شوې ده چې په ډزو کې يوه استاذه وژل شوى اؤ يوه ښځه ژوبل شوې ده.د مشرق نیوز رپورټ مطابق په ځوابي ډزو کې تورن هم وژل شوی دی.
د پېښې په اړه د صدر پوليس سټېشن ډي ايس پي حافظ عدنان وينا ده چې د وژل شوې ښځينه استاذه او ملزم ترمېنځه د معاملې په سر شخړه وه او دواړو د يو بل په ضد ايف آئي آر درج کړي وو او د پيښې دړځای نه د تمانجې دوه مرمۍ هم ترلاسه شوي دي۔






