لۀ ترکیې او قطر سره د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت پر سر خبرې روانې دي
لۀ ترکیې او قطر سره د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت پر سر خبرې روانې دي
د دغه وزارت ویاند وایي چې تر دې دمه مذاکرات مشخصې پایلې ته نه دي رسېدلي او بحثونه دوام لري.
ترانسپورت وزارت وایي دوی هڅه کوي په دې خبرو کې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او تر هغه وروسته له یادو هېوادونو سره توافق ته ورسېږي.
(2021 / 12 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې روانې دي.
د افغانستان د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت وایي چې وړمه ورځ ترکي او قطري پلاوی کابل ته راغلی دی او له افغان لوري سره د هوایي ډګرونو د مدیریت پر سر خبرې کوي.
د دغه وزارت ویاند وایي چې تر دې دمه مذاکرات مشخصې پایلې ته نه دي رسېدلي او بحثونه دوام لري.
ترانسپورت وزارت وایي دوی هڅه کوي په دې خبرو کې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او تر هغه وروسته له یادو هېوادونو سره توافق ته ورسېږي.
ټاکل شوې چې قطر او ترکیه په ګډه په افغانستان کې د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت او تخنیکي چارو د مخ ته بېولو مسوولیت په غاړه واخلي.
اړوند موضوعات:،
ترکیې او قطر ویلي چې دواړو لورو خپل یو یو شرکت ددې چارې لپاره معرفي کړی دی او دوی به له افغان لوري سره تر هوکړې وروسته خپلې چارې پیلوي.