محمد یوسف وفا: لوستي ځوانان دې هېواد نۀ پرېږدي، دا هېواد دوی ته اړتیا لري
محمد یوسف وفا: لوستي ځوانان دې هېواد نۀ پرېږدي، دا هېواد دوی ته اړتیا لري
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.
(2021 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار والي ویلي چې یوه ټولنه د لوستو کسانو پر مټ پرمختګ کولی شي او دا نظام په افغاني، اسلامي او عقیدوي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته اړتیا لري.
حاجي محمد یوسف دا څرګندونې د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې له رییس او استادانو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه پر ځوانانو غږ کړی دی چې په هېواد کې پاتې شي، تر څو په ګډه د ټولنې او نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي.
اړوند موضوعات:
قطر کې د امریکا فوځي اډې ته تر دې دمه پنځوس زره افغان کډوال وروړل شوي
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.