د باړه پولیس سټیشن ایس ایچ او په خبریال تشدد کړې

باغی ټي وي رپورټ
پرون په باړه تحصیل کې د پولیس سټیشن ایس ایچ او د یو ځای خبریال شاهد خان آفریدی باندی تشدد کړې او هغه سره بده رویه کړې، د متاثره خبریال مطابق هغوی د ټاکنو په رپورټنګ کې مصروف وو چې ایس ایچ دوی سره بد سلوک وکړو او په دوی ی تشدد وکړوي.
د ضلع خیبر درې تحصیلونو پریس کلبونو خبریالانو د پولیس له اړخه ددې تشدد غنده کړې او د پولیس له اړخه ددې بدې او ناروا رویې په ضد نن احتجاج هم وکړو ، خبریالانو غوښتنه وکړه چې د باړه پولیس سټیشن ایس ایچ او دې د خپلې وظیفې نه لرې کړې شي او او ددوي په ضد دې قانوني کاروایی وشي.





