د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکۀ

0
110

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکۀ

هغه ته دنده سپارل شوې چې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د پریکړه لیک د پلي کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د هڅو همغږي وکړي.

 

(2021 / 12 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قوس د میاشتې په ۲۸ نیټه د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه د طارق علي بخت د ټاکل کیدو اعلان وکړ.

طارق علي بخت په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د عمومي منشي مرستیال دی.

هغه ته دنده سپارل شوې چې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د پریکړه لیک د پلي کولو په برخه کې په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د هڅو همغږي وکړي.

اړوند موضوعات: 

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې پرېکړه؛ امریکا ترې هر کلی کړی دی

دغه اعلان د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د ۱۷مې ځانګړې غونډې په پای کې وشو.

د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړی استازی له افغانستان سره د بشري مرستو همغږي کوي.

 

Leave a reply