عباس ستانکزي ویلي چې امریکا د دوحې تړون نقض کړی دی

خو؛ د هغه په وينا، امريکا اوس په يو اړخيز ډول د دوحې له تړون سره په ټکر کې له خپلو ژمنو سرغړونه کوي.
ښاغلی ستانکزی ټینګار کړی چې دا د امریکا دنده ده چې د افغانستان د زیربناوو له ویجاړولو وروسته بیرته د افغانستان پۀ بیا رغونه کې ونډه واخلي.
(2021 / 12 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې امریکا په یو اړخیزه توګه د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې.
عباس ستانکزي وویل،: «د دوحې په تړون کې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان راتلونکی حکومت به په رسمیت وپېژني او په کابل کې به سفارت پرانیزي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.»