په بازار ذخه خیل کې دې بیا بلدیاتي ټاکنې وشي: د ځایی مشرانو غوښتنه

0
193

باغي ټي وي رپورټ
د تحصیل لنډیکوتل لرې پرتې سیمې بازار ذخه خیلو نه د لنډیکوتل تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره امیدوار حاجي ریاض او نورو مشرانو مولانا نورمحمد، حاجي تراب،شاه جمال په لنډیکوتل پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې اوویل چې نن په بازار ذخه خیلو کې د بلدیاتي ټاکنو عمل صفا نه وو چې له وجهې ی په دې سیمه کې د ځایی خلقو نه اعتراضونه وشول او د ټاکنو،د ووټ اچوونې عمل بند شول.

مشرانو د حکومت ستاینه وکړه چې په دې سیمه کې ی بلدیاتي ټاکنو انتظام وکړو، مشرانو اوویل چې بلدیاتي ټاکني یو ډیر ښه نظام دې چې په دې سسټم کې اختیارات لاندې سطحې ته راشي او په ډیره ښه توګه په سیمه کې پرمختیایی کارونه پیل کیږي.
مشرانو تور ولګول چې د ټاکنو عملې جانبداري کوله چې له وجهې ی د مقامي امیدوارانو حمایتی کسانو له طرف نه په دې عمله اعتراض وشو او بیا د امن و امان مسله پیدا شوه او د ووټ اچوونې عمل بند شو.
مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې سیمه کې د بلدیاتي ټاکني بیا اعلان شي. مشرانو اوویل چې زمونږ له اړخه هوایی ډزې نه دی شوي او د ډزو غندنه کوو.
مشرانو اوویل چې دا ټاکنې دوی ته منظورې نه دي او دلته دې بیا ټاکنې ترسره شي.

Leave a reply