د پاکستان په دعوت د ۲۰ هیوادونو استازې په او آیی سي غونډه کې ګډون کوي

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په یو بیان کې ولي دي چې د او آی سي غونډې نه وړاندې مو کاميابۍ ترلاسه کړې اود افغانستان په اړه د پاکستان دریځ او غږ ټول نړۍ ته رسیدلې دې.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د ۱۷مې د افغانستان په اړه دې غیرمعمولی او مهمې غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره په خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوویل چې د پاکستان غږ او دریځ نړۍ ته رسېدلی دې، هغه زیاته کړې چې په دې موجوده حالت کې د افغانستان اقتصادي حالت د سقوط نه د بچ کولو لپاره د ځانګړې پاملرنې ضرورت دې.
هغه وويل، امريکا، اروپايي ټولنه او نور په دې بريالي شوي چې د افغانستان وضعيت ښه کړي، د افغانستان خلک خوراکي توکو او درملو ته اړتيا لري، قریشي زیاته کړه چې د افغانستان د دولتي اهلکارو ته د معاشونو لپاره پيسو ته اړتیا ده.
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د پرانستې غونډې مشري به خارجه وزير شاه محمود قريشي کوي، د بهرنیو چارو د دفتر ویاند زیاته کړې چې ټول غړي ملکونو په دې راضي او اتفاق لري چې د افغانستان ستونزه دې د او آیی سي له لارې هواره شي. هغه زیاته کړې چې دې مهمه غونډه کې به د افغانستان په ولاړ اقتصادي حالت هم خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د ۱۷مې فوق العاده غونډې په څنډه کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه په افغانستان کې د بشري ناورین د هواري لپاره جوړه شوې ده.

Leave a reply