پیښور کې رونړو خپله خور وژلې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په ریګي سیمه کې وروڼو د یوه غیر نارینه سره خپله خور په ډزو وژلې ده. پوليسو مړي په خپله قبضه کښې اخستي او د پوسټ مارټم لپاره ئي ی مرده خاني ته وړې دې.
د مشرق ټي وي رپورټ مطابق تيره ورځ مدعي عمر زرين زوي زرين خان اوسيدونکي سفيد سنګل باچا ډاګ پوليس ته اوويل چي د هغه ورور عمران عمر د خپل کور نه روان وو ا چي د باچا ګلي ډګ سيمه کښي ملزم بلال، صابراو کشمیر په هغه ډزې وکړو او وې وژل.
د رپورټ مطابق کشمير په هغه باندې بې رحمانه ډزې وکړې چې له امله يې هغه سخت ټپي شو، هغه په ټپي حالت کې روغتون ته ورسول شو او په لاره کې يې ساه ورکړه. دپوليسو ترمخه ملزم خپله ٢٧ کلنه خور مسمات (ف) هم په ډزو وژلې او د سیمې نه تښتیدلې ده. د ملزم خلاف مقدمه درج شوي ده.
……………………………………………………………………………………………