د پاکستان سرلښکر د چیک سفیر سره ملاقات

0
212

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په پاکستان كښې د جمهوريه چيك سفير ټومس سميټانکا سره د جمعې په ورځ په جي ايچ کيو كښې ملاقات کړې دې او په یو شمیر مهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې کړي دي.

د اې پي پي رپورټ مطابق په دې مهمه لیدنه کې د افغانستان په موجوده صورت حال، افغانانو سره د انساني مرستو کولو په شمول په څو م همو موضوعاتو د شريكې خوښې په چارو ،سيمه ايزې سلامتيا باندې ټینګار وشو.
د آئي اېس پي آر له مخې جاري شوي یو بیان کې وایی چې د پاکستان فوځ سرلښکر د چیک سفیر ته په ډاګه کړه چې پاکستان د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ،پاکستان اروپایی هیوادنو سره اړیکو ته ډیره خاص پاملرنه کوي او تمه لرو چې دا اړیکې نورې هم زیاتې او پیاوړې کړو.
په مدې ملاقات کې د د جمهوريه چيك سفير د افغانستان په موجوده صورت حال کې د پاکستان کردار او سيمه ايز استحکام لپاره هڅې وستائلې .

Leave a reply