د پاکستان او برېټانیا د پوځ مشرانو د افغانستان د وروستي وضعت پۀ اړه خبرې کړي دي
د پاکستان او برېټانیا د پوځ مشرانو د افغانستان د وروستي وضعت پۀ اړه خبرې کړي دي
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې د معلوماتو له مخې، په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو، د پوځي همکاریو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان په اوسني امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برېټانیا د پوځ نوي قوماندان سر ټوني راداکین د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د کړکېچ په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې د معلوماتو له مخې، په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو، د پوځي همکاریو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان په اوسني امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
د سرچينې په وينا، باجوه د راتلونکي بشري ناورين د مخنيوي لپاره افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د يوه اداري ميکانيزم پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي، اسلام اباد په سیمه کې د سولې او سوکالۍ لپاره له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې برتانوي قومندان د افغانستان په حالاتو کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له پاکستان سره به په هره کچه د امنيتي همکاريو په پراختيا کې خپله ونډه ولوبوي.
په عین حال کې پاکستان په افغانستان کې د لوېدیځ په ناکراریو کې په رول لوبولو تورن شوی دی.
دغه هېواد د طالبانو په ملاتړ تورن دی. پاکستان د طالبانو ملاتړ رد کړی دی. طالبان هم هغه تورونه ردوي، چې ګواکې پاکستان یې ملاتړ کوي.