د ا.ا.ا رهبر د کندهار لۀ سیمه ایزو چارواکو سره لیدلي او یو لړ سپارښتنې یې ورته کړي
د ا.ا.ا رهبر د کندهار لۀ سیمه ایزو چارواکو سره لیدلي او یو لړ سپارښتنې یې ورته کړي
شیخ هبت الله اخندزاده ټینګار کړی دی چې اسلام، هېواد او ولس ته د کار کولو لپاره غوره زمینه برابره شوې ده او ټول مسوولین دې په ټول توان سره د هېواد د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده په کندهار کې له ولایتي مسوولینو سره په لیدنه کې د ا.ا چارواکو ته په بېلو برخو کې سپارښتنې کړې دي.
نوموړي ویلي چې ټول مسوولین باید عاجزي غوره کړي او خپل ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړي او دغه راز له ولس سره تر ټولو نرم چلن وکړي.
هغه دغه راز نظامي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې پوځي ادارې باید خپل سرتېري په ښو اخلاقو سمبال کړي څو له ولس سره ښه سلوک وکړي.
نوموړي څرګنده کړې ده چې ټول رییسان باید وخت پر وخت له علماوو سره لیده کاته ولري او د کارونو د پرمختګ په برخه کې ورڅخه سلا مشورې واخلي.
شیخ هبت الله اخندزاده ټینګار کړی دی چې اسلام، هېواد او ولس ته د کار کولو لپاره غوره زمینه برابره شوې ده او ټول مسوولین دې په ټول توان سره د هېواد د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي چې امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.