نن پکتیا ولایت کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان د موټر ټیرو لاندې غورځولی دی

نن پکتیا ولایت کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان د موټر ټیرو لاندې غورځولی دی
ویل کیږي چې هغه کومه ذهني ستونزه نه درلوده. ویل کیږي چې هغه د ژوند د ستونزو له امله دا کار کړی دی. وسله والو طالبانو هم ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په اړه يې پلټنې کوي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د پکتيا ولايت د مرکز اړوند د رحيم ګرديزي په څلورلارې کې يو تن د ټېلر موټر تر ټاير لاندې ځان غورځولی او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
دغه پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې، دغه د پکتيا ولايت اوسېدونکى ؤ چې ٣٥ کاله عمر یې درلود.
ویل کیږي چې هغه کومه ذهني ستونزه نه درلوده. ویل کیږي چې هغه د ژوند د ستونزو له امله دا کار کړی دی. وسله والو طالبانو هم ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په اړه يې پلټنې کوي.
د یادونې ده چې د طالبانو له راتګ سره افغانستان کې د خلکو کارونه په ټپه ولاړ دي، خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، تر دې وړاندې هم ځینو ولایتو کې د اقتصادي ستونزو له امله ځینو خلکو ځان وژنه کړې وه.






