د یو نشه ی زوړ تن مړې موندل شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر او پیښور په پوله یو زوړ تن مړې موندل شوې دې، ځایی سرچینې وایی چې دا زوړ تن چې عمر ی څه کم او زیات ۵۵ پینځه پنځوس کاله ښکاری ،به نشه کوله او پرون ی مړې موندل شوې دې.
ځای خلقو د نشه ی توکو په ضد کار کولو ادارې انټی نارکوټکس فورس انتظامیه څخه غوښتنه کړې چې په تورخم پوله او په نورو سیمو کې دې د نشه ی توکو په ضد قانوني کاروایی وکړي او د نشه ی توکو په دې انسان دښمنه کاروبار کې دککړو خلقو په ضد دې سخته قانوني کاروایی وکړي ، ددوی مرکزونه دې ویجاړ کړي او دوی دې زندانونو ته واچوي.
د یادونې ده چې په ضلع خیبر کې ګنړ شمیر کسانو چې پکې ځوانان هم شامل دي په نشه ی توکو آیس او هیروین څښلو بوخت دي ، د خپل خاندان لپاره یو لوی درد سر دي او د معاشرې لپاره هم د لوی زیان سبب دي.
ځایی خلق وایی چې که یو طرف پولیس ددې نشه یی توکو سمګلرانو په ضد کاروایی کوي او څه نه څه نشه ی توکی نیسي خو بیا هم دوی شکایت کوي چې د پولیس له اړخه داسې کاروایی د نشت برابر دي او دوی غوښتنه کوي چې حکومت او پولیس دې ددې په ضد سخت کاروایی وکړي چې د نشه ی توکو د کاروبار مخه و نیول شي.






