فاټا قومي جرګې د بلدیاتي ټاکنو څخه بایکاټ اعلان کړو

0
214

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د فاټا قامي جرګې په نامه مشرانو د بلدياتي انتخاباتو په ضدر باقاعده کمپاين شروع کړے دے۔

د فاټا قامي جرګې لخوا د حاجي فضل الرحمان په حجره کښې يوه دستوره اوشوه چرته چې د فاټا قومي مشرانو د بلدياتي انتخاباتو په ضد باقاعده کمپاين شروع کړو۔
په دې موقع د فاټا قامي جرګې چيئرمېن ملک حاجي بسم الله خان آفريدي اوويل چې د فاټا قامي جرګې څو ورځې وړاندې فيصله کړې وه چې د فاټا انضمام په قبائلي ضلعو کښې مضبوتولو لپاره بلدياتي انتخابات کول دي کوم چې به نه پريښودل کيږي ځکه چې د فاټا انضمام د قبائلي اولس د رای خلاف شوې دے.
د فاټا قامي جرګې مشرانو اوویل لکه څنګه چې په قبایلي ضلعو کې صوبايي انتخابات ناکام شوي نو بلدياتي انتخابات به هم ناکام شي .
هغوی اوویل چې د فاټا قومي جرګه په قبایلی سیمو کې د بلدیاتي ټاکنو څخه بایکاټ کوي او دوی به ووټ نه اچوي.

Leave a reply