کورنیو چارو وزارت تائیدوي چې تېره ورځ یې کابل ښار کې یو ځوان تلاشۍ ته د نۀ ودرېدو پۀ صورت کې ویشتلی دی

0
267

کورنیو چارو وزارت تائیدوي چې تېره ورځ یې کابل ښار کې یو ځوان تلاشۍ ته د نۀ ودرېدو پۀ صورت کې ویشتلی دی

د دغه وزارت وياند سعيد خوستي د غويي په ٢٠مه، رسنیو ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د قوای مرکز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 

(2021 / 12 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

  1. بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په کابل کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې یو ځوان وژل شوی دی.

د دغه وزارت وياند سعيد خوستي د غويي په ٢٠مه، رسنیو ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د قوای مرکز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه ځوان له ننګرهار څخه کابل ته په يوه واده کې د ګډون لپاره راغلى و.

د خوستي په وينا، وژل شوى کس فيصل نومېده او لۀ تلاشۍ نه د تېرېدو هڅه يې کوله، چې د طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې.

د طالبانو په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې دا پېښه قصدي نه وه، بلکې د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې.

سعيد خوستي وويل، چې د پېښې په تړاو دوه طالبان نيول شوي او دوسيې يې محکمې ته وړاندې شوې دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د ډزو دویمه پېښه ده. تېره شپه وسله والو طالبانو په کندهار ښار کې د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړي چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 

Leave a reply