غزني ښار کې د تکواندو سیالۍ ترسره شوې؛ د ۱۵ ولایتونو ۱۶۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی ؤ

0
51

غزني ښار کې د تکواندو سیالۍ ترسره شوې؛ د ۱۵ ولایتونو ۱۶۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی ؤ

په همدي حال کې په غزنی ولايت کې د افغانستان د تکواندو نمائنده سعيد اصغر سعادت وويل چې دا لومړي ځل دی چې په غزنی کې داسې سيالۍ ترسره کيږي چې د تکواندو په نړېوالو معیارونو سمبال دي چې په کې د ۱۵ ولايتونو۱۶۰ ورزشکانو برخه اخستې.

 

(2021 / 12 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په غزني ولایت کې د تکواندو ازادی سيالۍ تر سره شوې چې د ۱۵ ولايتونو ۱۶۰تنه ورزشکارانو په کې برخه اخيستي وه.
د افغانستان د تکواندو د سياليو تدبير مشر وحيدالله بيات وويل چې يادې سيالۍ د غزني اوفن دي چې له ۱۵ ولایتونو څخه ۱۶۰ لوبغاړو په کې برخه اخيستې ده.
ښاغلی بيات وايي چې دا سیالۍ الیکترونکي دي او ډيرې په لوړه سطحه دي چې په کې ځينو ملی لوبغاړو هم په ګډون کړی ده.

په همدي حال کې په غزنی ولايت کې د افغانستان د تکواندو نمائنده سعيد اصغر سعادت وويل چې دا لومړي ځل دی چې په غزنی کې داسې سيالۍ ترسره کيږي چې د تکواندو په نړېوالو معیارونو سمبال دي چې په کې د ۱۵ ولايتونو۱۶۰ ورزشکانو برخه اخستې.

سعادت وايې چې د يادو سيالیو موخه دا ده چې تکواندو سپورټ رشد وکړي او د لوبغاړو تر مينځ د مينې او صميمیت فضا را منځ ته شي.

په همدي حال کې غزنی ولايت ته راغلي لوبغاړي له يادو سيالیو خوشحاله او ډير خوښ دي چې په غزنی کې دا ډول سيالۍ په لاره اچوال شوې دي، د دوی له جملې رامين غفوری چې له کابله څڅه يې په يادو سياليو کې برخه اخيستې ده داسي وويل:« ډير خوشحاله يم چې په غزنی ولايت کې د لومړي ځل لپاره داسې مسابقې ترسره کېږي چې په اليکترونیکي سيستم باندې سمبال دي او د يادو سياليو سطحه ډيره لوړه ده او د ملي لوبډلې ځينو لوبغاړو په يادو سيالیو کې برخه اخيستي ده.»
د یادوني وړ ده چې په دغو سیاليو کې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، میدان وردګ، پنجشیر، فراه، بغلان، کندوز، تخار، پکتیا، هلمند، هرات، پروان، او غزنی ورزشکارانو ګډون کړی وو.

 

Leave a reply