صدر ډاکټر عارف علوي د ریټایرډ اهلکارو لپاره د ډیجیټل بایومیټرک نظام پرانسته وکړه

0
167

باغي ټي وي رپورټ
ولسمشر ډاکټر عارف علوي د جمعې په ورځ د پنشنرانو لپاره د بایومیټریک تصدیق سیسټم پرانسته وکړه چې له مخې به یې د هیواد 1.4 ملیون ریټایرډ اهلکارو ته د میاشتنۍ 60 ملیارد روپیو شفافه توزیع یقیني شي.

د اې پي پي رپورټ مطابق په اکاؤنټنټ جنرل پاکستان ریونیو (AGPR) کې د پنشنرانو لپاره د ډیجیټل اسانتیا پیلولو په وخت کې صدر پاکستان وینا وکړه، هغه د اطمینان څرګندونه وکړه چې دا اقدام به نه یوازې د پنشنرانو د شخصي تصدیق سیسټم ښه کړي بلکه د جعلي شناختونو چیک به هم یقینی کړي.
هغه اوویل چې پخوا نظام کې به بوډاګانو ته ډیره ستونزه وه چې ددوی د پنشن تصدیق یا ددوی فزیکي تصدیق ته به اړتیا به نو دې اهلکارو به د یو سرکاري افسر تصدیق ته اړتیا لرله چې وس دا ختمه شوه او دې ریټایرډ کسانو ته ډیره اسانتیا پیدا شوه.
صدر ډاکټر عارف علوي اوویل چې دا سیستم به نه یوازې د پنشن اخستونکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې د شفاف ډیټابیس په جوړولو او جعلي پنشن اخستونکو له منځه وړلو کې به هم ډیره مرسته وکړي.
هغه بایومټریک تصدیق د پنشن اخیستونکو د اسانتیا او همدارنګه د پنشن ورکولو کې د یو صفا نظام په توګه اوبلل او دا ی یو ډیر ښه او صفا نظام اوبلل.
هغه د ریټینل او د مخ پیژندنې سیسټمونو باندې کار وړاندیز وکړ ترڅو شاوخوا 7-12 سلنه نفوس ځای په ځای کړي، کوم چې د عمر، معیوبیت، ډیر کار یا ناروغۍ په وجه د ګوتو نښې له لاسه ورکړي دي او دوی نه شی کولې خپل تصدیق وکړي.

Leave a reply