د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت د وزیراعلی محمود خان پیغام

باغي ټي وي رپورټ
د نړیوالې بدعنوانې د ورځې په اړه د وزیراعلی خیبر پښتونخوا یو بیان مخې ته راغلې دې، په بیان کې محمود خان وایی چې په ټوله نړۍ کې د دې ورځې د نمانځلو مقصد د بدعنواني په ضد شعور پيدا کول دي.
وزيراعلي ووئيل فساد يو ټولنيز شر دے چې د قامي پرمختګ او سوكالۍ په لار كښې لوي خنډ دي، هغه زیاته کړه چې فساد د ټولو ګډ مسوولیت دی چې ګډو هڅو ته اړتیا لري.
وزيراعلي وئيلي دي چې هيواد څخه دکرپشن ختمول د موجوده حکومت لمړي ترجيح ده, د پاکستان تحریک انصاف بیان د کرپشن ختمولو او بې طرفه احتساب دی، محمود خان اوویل چې هیڅ قوم د بې طرفه احتساب پرته پرمختګ نشي کولی او دا د ټولو ذمه واري ده چې دې هیواد نه په ګډه رشوت ختم کړو.
محمود خان وويل، موجوده حکومت په هر شکل او هر سطح کې د بدعنواني د مخنيوي لپاره هر ممکن ګامونه پورته کوي.





