ضلع خیبر ټیم د ټیبل ټینس سیالۍ وګټلې

0
111

باغي ټي وي رپورټ
د ضلعي خيبر ټيبل ټينس ټيم پرله پسې پنځم ځل هم بريا ترلاسه کړه
د ضم قبایلي ضلعو سپورټس فيسټيول کښي د خيبر ضلعې ټيبل ټينس ټيم په پرله پسې پينځم ځل اولني پوزيشن ترلاسه کړے دے۔
د کرمې ضلعې په مرکزيښار پاړه چنار کې د قبایلي ضلعو د سپورټس ډائریکټریټ لخوا تنظیم شوي د ټیبل ټینس سیالۍ ترسره شوې.
د خېبر ضلعې ټیم کښې احمد شاه شینواری، سید جابر، ګوهر شینواری، محمد سعید، مدثر شینواری، اسرار آفریدی شامل وو.
د ټیم منیجر نصیب شاه شینواري رسنیو ته وویل، دا په پرله پسې توګه پنځم ځل دی چې د خیبر ټېبل ټینس ټیم د ټول میرډ ډسټرکټ سپورټس فیسټیوال کې په پرله پسې توګه پنځم مقام ګټلی دی. ده د مردان ضلعې د سپورټس ډائرېكټر پير عبدالله شاه او د خېبر ضلعې ډي اېس او راحد ګل ملاګوري مننه وكړه چې د قبائلي ضلعو درې زره سپورټسرز لپاره د دې سترې سپورټ انتظام كولو له وجې ئې د خېبر ضلعې د سپورټس ډائرېكټر پير عبدالله شاه او د خېبر ضلعې ډي اېس او راحت ګل ملاګوري مننه وكړه۔

Leave a reply