ولسمشر غني نن لۀ یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره وکتل

0
101

ولسمشر غني نن لۀ یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره وکتل

 

نن مازیګر مهال ارګ ته پۀ رابلل شوې غونډه کې ولسمشر لۀ شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره وکتل او هېواد کې یې د روان وضعت پۀ اړه ورسره خبرې شریکې کړې.

 

دغې لیدنه کې چې نن مازیګر مهال ارګ کې ترسره شوه، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، د  مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلیمیار، سیاسي او جهادي شخصیت محمد یونس قانوني، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د امنیت شورا رئیس حمدالله محب او یو شمېر نورو سیاسونو ګډون کړی ؤ.

پۀ دغې غونډه کې  د ولسمشر د هغۀ دریځ ملاتړ وشو چې پۀ هېواد کې د لا نورې بې ثباتۍ او د افغانانو د بېځایه کېدو مخه دې ونیول شي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې د حکومت لۀ اړخه دې ژر تر ژره یو با صلاحیته پلاوی وټاکل شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتو شي.

 

Leave a reply