د المپیا سیالیو د امریکا بایکاټ؛ چین سخت غبرکون ښودلی دی 

0
67

 د المپیا سیالیو د امریکا بایکاټ؛ چین سخت غبرکون ښودلی دی 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې ویلي‌ دي چې امریکا غواړي پدې ډول د ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو ته ضرر ورسوي. امریکا ددې کار پرته ددې چې خپل باور او اعتماد د لاسه ورکړي‌ بله کوم شی نشي‌ ترلاسه کولې.

(2021 / 12 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د ۲۰۲۲ کال ژمنیو اولمپیاتو سیالیو چې په پلازمینه بیجینګ کې جوړیږي‌ د ډیپلوماتیک بایکاټ کولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دې پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې لازم تدابیر به ونیسي . د امریکا دا ډول اشتباهات به خامخا بدل ولري او امریکا به د دې خطاګانو بدل پرې کړو.

 د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو چین د بشري‌ حقونو نه په سرغړونو د تورونو سره په بیجینګ کې جوړیدونکې د ۲۰۲۲ کال د ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو ته د ډیپلوماتیک هیئت د نه استولو پریکړه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې ویلي‌ دي چې امریکا غواړي پدې ډول د ژمنیزو اولمپیاتو سیالیو ته ضرر ورسوي. امریکا ددې کار پرته ددې چې خپل باور او اعتماد د لاسه ورکړي‌ بله کوم شی نشي‌ ترلاسه کولې.

 ویاند وویل چې دا ډول ډیپلوماتیک بایکاټونه کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه موجود دوه اړخیز ډیالوګ او مهمو همکاریو ته ضرر رسوي.

  د امریکا دا دسیسه هم په ناکامۍ محکومه ده. د امریکا دا خطاګانې هم یو بدل لري او البته چې دا بدل به پرې کړي. چین به د امریکا په مقابل کې ډیر کلک تدابیر ونیسي .

Leave a reply