عراق کې د الفتح غورځنګ ویلي چې که امریکا لۀ عراق څخه پۀ رضا نۀ ووځي؛ پۀ زور یې باسو 

0
191

عراق کې د الفتح غورځنګ ویلي چې که امریکا لۀ عراق څخه پۀ رضا نۀ ووځي؛ پۀ زور یې باسو 

الموسوي څرګنده کړې ده چې امریکایي پوځیان ترهګر له عراق څخه سوریې او له سوریې څخه بېرته عراق ته لېږدوي او په خبره یې د امریکا د دې چارو مخنیوی یوازې په زور کېدای شي.

 

(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د عراقي پارلمان الفتح ایتلاف ویلي چې واشنګټن له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه پارلمان پرېکړه لیک ته درناوی نه لري.

المعلومه خبري اژانس د الفتح ایتلاف د غړي مختار الموسوي له قوله ویلي چې واشنګټن د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دوی پرېکړه لیکونه بابېزه ګڼي او په پوره سپین سترګي هڅه کوي چې په بېلو پلمو په دغه هېواد کې د خپلو پوځیانو حضور وغځوي.

هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته امریکا په خپله خوښه له عراق څخه خپل ځواکونه ونه باسي نو په زور به یې وباسي.

نوموړي دغه راز تور پورې کړی دی چې امریکا له عراق څخه د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي او دا خاوره د ترهګرو د تردد لپاره کاروي.

الموسوي څرګنده کړې ده چې امریکایي پوځیان ترهګر له عراق څخه سوریې او له سوریې څخه بېرته عراق ته لېږدوي او په خبره یې د امریکا د دې چارو مخنیوی یوازې په زور کېدای شي.

Leave a reply