تخار ولایت کې یو کس لۀ یو ماشوم څخه د سر پرې کولو پۀ جرم نیول شوی دی

تخار ولایت کې یو کس لۀ یو ماشوم څخه د سر پرې کولو پۀ جرم نیول شوی دی
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، چې نيول شوى کس يې عدليې ته معرفي کړى دى. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د رستاق ولسوالۍ د پوهنې رياست مخې ته د نويد په نوم يو لس کلن ماشوم سر پرې شوى و.
(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تخار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انصارالله انصار وايي، طالبانو د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې يو تن له يوه لس کلن ماشوم د سر پرې کولو په تور نيولى دى.
د طالبانو د فرهنګي استخباراتو مشر دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د قوس د میاشتې په ۱۵ مه نېټه وکړې. د انصار په خبره، له دغه ماشوم څو ورځې وړاندې سر پرې شوی و.
هغه زياته کړه، چې تورن په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې د ياد ماشوم پلار درې کاله وړاندې پرې جنسي تېرى کړى و.