وزیراعظم عمران خان به په کراچۍ کې د جدید ټرانسپورټ سسټم پرانسته وکړي

0
202

باغي ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د دسمبر په 10مه نيټه کراچۍ کښې د ټرانسپورټ اولني جدید سسټم پرانسته وکړي۔

د جیو نیوز رپورټ مطابق په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان كښې اسد عمر ووئيل وزيراعظم عمران خان به د دسمبر په 10مه نېټه د ګرين لاين بي آر ټي پرانسته كوي۔
ياده دې وي چې اسد عمر له دې وړاندې په سوشل ميډيا په خپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې وزيراعظم عمران خان به د دسمبر په 25مه نيټه د کراچۍ ګرين لاين بس منصوبې پرانسته کوي.

Leave a reply