د متحده عرب امارات ۵۰ قومي ورځ، سبا دوبیی نندارتون کال۲۰۲۰ ته داخله ویړیا اعلان شوې

0
194

باغي ټي وی رپورټ
د متحده عرب امارات د ۵۰ پنځوسمې قومي ورځ په خوشحالۍ کې په دوبي کې روان نړیوال نندارتون ته داخلیدل د دسمبر په دویمه نیټه ویړیا اعلان شوي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د دوبۍ ایکسپو چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه پیل شوې د 2022 کال د مارچ تر 31 پورې به دوام وکړي، په رپورټ کې زیاتوي چې په دې نړيوال نندارتون کې د پاکستاني پویلین هم د نړیوالو سیلګرو د توجه مرکز دې او په ۱۸ ورځې کې ددې سیل ته یولک ۱۰۰۰۰۰ سیلګري راغلي دي .
رپورټ زیاتوي د دسمبر په 2 نیټه د متحده عرب اماراتو د ملي ورځې په مناسبت ، تنظیم کونکو د ټولو سیلګرو لپاره ایکسپو ته وړیا داخله اعلان کړې ده ، د یادونې ده چې د دوبۍ ایکسپو 2020 لپاره ټکټونه په 95 درهم (نږدې 4,500 پاکستانی روپۍ) پلورل کیږي چې د یوې میاشتې لپاره اعتبار لري.

Leave a reply