په اسلام آباد کې د یو اې اي په سفارتخانه کې د یو اې اي ۵۰ قومي ورځ په اړه یو تصویري نندارتون تابیا

باغی ټي وي رپورټ
د متحده عرب امارات د پنځوسمې ۵۰ قومي ورځ د نمانځلو په مناسبت سره په پایه تخت اسلام آباد کې د یو اې اي په سفارتخانه کې یو ځانګړۍ تصویري نندارتون ترسره شو.
د پاکستان د یو اې اي سفارتخانې د ټویټر په پانړه دا راپور خپور شوې ، په دې راپور کې وایی چې د پاکستان او متحده عرب اماراتو د دیپلوماتیکو اړیکو ۵۰ کاله تر سرلیک لاندې دغه نندارتون د پخوانیو عکسونو ټولګه وړاندې کړې شوه، په دې تصویرونو کې متحده عرب اماراتو تاریخي ځایونه په ګوته کړې شوي وو او د متحده عربي اماراتو او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو ځانګړتیاوې هم په دې عکسونو کې په ګوته کړې شوې وې.
په دې تصویرونو کې دوه تاریخي عکسونه هم وو ، یو تصویر پکې د پخواني پاکستان صدر ریټایرډ جنرل ضیاالحق او د وسنې وزیراعظم عمران خان هم نندارتون کې کیښودل شوې وو چې د متحده عرب اماراتو او د پاکستان ترمینځ د کلونو رورولي او ښې اړیکي په ګوته کوي.
……………………………………………….
"متحدہ عرب امارات – پاکستان: سفارتی تعلقات کے 50 سال" كے عنوان سے تصویری نمائش میں نایاب تصاویر کا مجموعہ پیش کیا گیا ہے جو متحدہ عرب امارات اور اسلامی جمہوریہ پاکستان کے درمیان تعلقات کی خصوصیات کو نمایاں کرتے ہوئے تاریخی مقامات پر روشنی ڈالتی ہیں pic.twitter.com/V47TECWVJD
— UAE Embassy PK (@uaeembassyisb) December 1, 2021
………………………………………………..







