د لنډیکوتل سیمې لوبغاړو سره به هره ممکنه مرسته وکړي: کرنل عمار اقبال

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د هایی سکول د لوبو په میدان یوه زړه راښکونکې د فټ بال مقابله وشو، دا مقابله د لنډیکوتل او د ذخه خیل فټ بال کلونو ترمینځ ترسره شوه.
د تفصیلاتو ترمخه دا دوستان د فټ بال لوبه د ذخه خیل فټ بال ټیم په یو ګول وګټله ، ددې لوبې په موقع مشر میلمه ۱۰۱ ونګ سیکوریټي ځواک مشر کرنل عماراقبال وو ، د لوبې په پایله کې نوموړي ښه لوبه وړاندې کولوباندې د دواړو ټیمونو لوبغاړو ته جایزې ورکړې.
په دې موقع د سیکوریټي ځواک مشر اوویل چې په سیمه کې د لوبو پیل یو ښه ګام او کار دې ، هغه اوویل چې ددې سیمې د لوبغاړو هرممکن مدد به وکړي.
په دې موقع د خیبر سپورټس کلب مشرانو معراج الدین شینواری او کلیم الله شینواري د مشر میلمه څخه مننه وکړه چې دوی سره لنډيکوتل او ذخه خیل د فټ بال ټیمونو ترمینځ دا دوستانه میچ وکتلو.
د یادونې ده چې لنډیکوتل هغه سیمه ده چې په فټ بال او کرکټ کې ی د نړۍ په کچ د لوبغاړي پیدا کړي دي، که یو طرف په دې سیمه کې د لوبو سهولتونه نشته نو بل طرف ددې ستونزو او د سهولتونو د نشتوالي باجود دې سیمې لوی لوی او تکړه لوبغاړي پیدا کړي دي، هم دا وس هم په قومي کرکټ ټیم کې شهنشا آفریدي دې ، کوم چې په دې لنډو ورځو کې هم د بنګله دیش په ضد د ښې لوبې مظاهره وکړه او پاکستان بنګله دیش ته په اولني ټسټ میچ کې ماتې ورکړه.
…………………………………………






