سعودي عربستان کابل کې د قونسلۍ چارې پیل کړې دي 

0
103

سعودي عربستان کابل کې د قونسلۍ چارې پیل کړې دي 

سعودي عربستان د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په راننوتلو خپل سفارت په کابل کې بند کړ او ډيپلوماتیک فعالیتونه یې ودرول.

د ا.ا.ا  بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي.

 

(2021 / 12 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه پرانېستې ده.

د سعودي حکومت هم اعلان کړی چې خپل ۱۴ ډيپلوماتان یې افغانستان ته استولي او په کابل کې یې خپل قونسلي خدمات هم پیل کړي دي.

سعودي عربستان د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په راننوتلو خپل سفارت په کابل کې بند کړ او ډيپلوماتیک فعالیتونه یې ودرول.

اړوند موضوعات: 

سفیر جاپان: بعد از اطمینان امنیتی، سفارت خود در کابل را باز می‌کنیم

د ا.ا.ا  بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي.

یو شمېر هندي رسنیو بیا تازه لیکلي، چې هند حکومت غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هم د دوی حکومت د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

Leave a reply