د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې ښارونو څخه غیر ضروري موانع ټولې کړي

د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې ښارونو څخه غیر ضروري موانع ټولې کړي
د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د دوی له خوا د رامنځته شویو امنیتي ستونزو له امله ډېری لارې تړل شوې وې. د پخوانیو حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې د غړو، وزیرانو او زورواکو د کورونو شاوخوا ټول لوړ کانکریټي دېوالونه وو.
(2021 / 11 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د مشر کابینې د دوشنبې په ورځ، د قوس په اتمه پریکړه وکړه چې د سړکونو شاوخوا ټول غیر ضروري خنډونه لرې کړي.
د طالبانو مشر د کابینې په غونډه کې پریکړه وکړه چې په ځینو ځایونو کې باید له سړکونو څخه خنډونه لیرې او د اداری ودانیو په دیوالونو وصل شی.
دی وايي، په دې سره به په ښار کې د مسافرو او موټر چلوونکو له خوا د تګ راتګ ستونزې هم هوارې شي. خو د طالبانو د کابینې مشز ښاروال ته ویلي، چې بار وړونکي او موټر چلوونکي باید زیانمن نه شي.
د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې د دوی له خوا د رامنځته شویو امنیتي ستونزو له امله ډېری لارې تړل شوې وې. د پخوانیو حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې د غړو، وزیرانو او زورواکو د کورونو شاوخوا ټول لوړ کانکریټي دېوالونه وو.
په ډیرو مواردو کې، دغو خلکو عامه کوڅې او سړکونه بند کړي ؤ.
اړوند موضوعات:
طالبان: موانع سمنتی از جادههای عمومی برداشته شود
دې کار د ښاریانو لپاره ډېرې ستونزې راولاړې کړې. د تېر حکومت ښاروالانو په وار وار هڅه وکړه، چې دغه خنډونه لرې کړي، خو د ځينو لاملونو له مخې ناکام شول.
اوس مهال، طالبان د خنډونو د لرې کولو پریکړه کوي په داسې حال کې چې امنیتي ننګونې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي حل شوي.






