د شري او روبیلا د مخنیوي ملي کمپاین په وزیرستان کې هم پيل شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان د ډپټي کمشنر او اسسټنټ کمشنر وانا په هداياتو د برمل تحصيل کښي د شري او روبيلا په ضد د روان کمپاين معاينه آريا محررنګوره اوکړه چي پکښي اوس هم ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد څاڅکي ورکول کيږي۔
د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر خالد اقبال له خلکو غوښتنه کړې چې د صحت محکمي د ټيمونو په مرسته دې د ٩ مياشتو نه تر ١٥ کالو پورې خپلو ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد څاڅکي ورکړي تر څو خپل ماشومان له شري او روبلا څخه وژغورل شي. هغه زیاته کړه چي دړخلقو په مرسته سره له جنوبي وزیرستانه نه د شري او روبیلا له منځه وړل ممکن دي, هغه اوویل په دې اړه دې ځایی اولس مرسته وکړي چې د وزیرستان خلق دې خطرناک مرض څخه وژغوري .
د يادونې ده چې تیره اونۍ په ضلع خیبر کې هم د شري ناروغۍ د مخنیوی لپاره په زرګونو ماشومانو ته ویکسین ولګول شول.






