د اروپايي پارلمان غړي، پۀ نړۍواله ټولنه د افغانستان پة اړه سختې نیوکې کړې دي 

0
92

د اروپايي پارلمان غړي، پۀ نړۍواله ټولنه د افغانستان پة اړه سختې نیوکې کړې دي 

هغه ویلي چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشري حقونو د پالنې نارې وهي.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره نقض روان دی.

د اروپايي پارلمان یوه غړي مایک والاس په یوه ټوېټ پیغام کې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی او په خبره یې دا هر څه د نړیوالې ټولنې د بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوي دي.

هغه ویلي چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشري حقونو د پالنې نارې وهي.

نوموړی زیاتوي، اروپايي ټولنه، امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د بشري حقونو د خوندیتوب خبره کوي، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشري حقونه یې نقض کړي دي.

اړوند موضوعات: 

عارف علوی خواستار آزادسازی دارایی‌های افغانستان شد

مایک وایي اروپا او امریکا د بشري حقونو نارې وهي خو همدا حقونه یې بیا پخپله تر پښو لاندې کړي دي. هغه تمه ښوودلې چې امریکا ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

Leave a reply