د رئیس الوزرا لومړی مرستیال وايي چې د بې عدالتیو تر اصلاح وروسته به د معاشونو ورکړه شروع شي

د رئیس الوزرا لومړی مرستیال وايي چې د بې عدالتیو تر اصلاح وروسته به د معاشونو ورکړه شروع شي
نوموړي نن له سوداګرو سره یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په پخواني نظام کې د معاشونو په سیسټم کې ناانصافي شوې ده خو په خبره یې ا.ا پرې کار کړی دی او له اصلاحاتو وروسته به د بې عدالتیو مخه ونیول شي او ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.
نوموړي نن له سوداګرو سره یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په پخواني نظام کې د معاشونو په سیسټم کې ناانصافي شوې ده خو په خبره یې ا.ا پرې کار کړی دی او له اصلاحاتو وروسته به د بې عدالتیو مخه ونیول شي او ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.
اړوند موضوعات:
مالیې وزارت: د دولتي کارکوونکو معاشونه د درېوو میاشتو یو ځای ورکوو
نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ دوستانه اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې ده چې اوسمهال په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده او ټول هېوادونه کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.






