په تورخم پوله د افغان مریضانو پاکستان ته راتګ زیات شوې دې

0
54

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د چارواکو مطابق د افغانستان نه د تورخم په لار پاکستان ته د علاج لپاره راتلونکي افغان مریضانو شمیر زیات شوي دي.

د تورخم بارډر ټرمینل د صحت اهلکار مطابق په ۲۷ نومبر د افغانستان نه ۶۵ افغان مریضان پاکستان ته را داخل شول، دې مریضانو سره نور ۵۷ داسې خپلوان هم وو چې ددې اافغان مریضان سره په روغتون کې مرسته وکړی او ددې افغان مریضانو خدمت وکړو، پاکستانی چارواکو دې افغان خپلوانو ته هم د انساني همدرۍ لاندي اجازت ورکړې چې دوی خپل افغان خپلوان مریضانو سره پاکستان ته راشي.
د یادونې ده چې پرون په ۲۷ نومبر د افغانستان نه ۳ د بهرني هیوادونو وګړي هم پاکستان ته راغلل، په دې کسانو کې ۲ د چین هیواد او ۱ د جرمني هیواد تن شامل وو چې د تورخم لا لارې پاکستان ته راغلل.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پيښور کورکمانډر د تور دورې نه پس اعلان کړې وو چې روزانه به سل تنه افغان مریضان پاکستان ته راشي ولې څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامی امارت یو مشر ځای رسنیو ته ویلي وو چې پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوو چې دوی تر ۲۰۰ پورې افغان مریضان پاکستان ته د تلو اجازت ورکړي ځکه ، د هغه مشر وینا وه چې دلته په تورخم کې روزانه په سلګونو افغان مریضان راځي چې دوی پاکستان ته د علاج لپاره لاړ شي.

Leave a reply