باغي ټي وي رپورټ
نن د ضلع خېبر په هیډکوارټر تحصیل لنډي کوتل د خیبر په سیمه کې د ختم نبوت یو ستر کانفرنس تابیا شوې وه، په دې لویه غونډه او کانفرنس کې دیني عالمان، مشرانو او ځوانانو ګډون وکړو.
دې غونډې ته د نړیوال ختم نبوت تحفظ د خېبر پښتونخوا څانګې امیر مفتي شهاب الدین پوپلزي او شیخ الحدیث مولانا تحسین الله حقاني ځانګړې وینا وکړه، په دې غونډه کې د جمعیت علمای کرام د متفقه امیدوار مفتي سمیع الله اپریدي او جنرل سیکرټري په ګډون ګڼ شمېر علماو او محصلینو ګډون وکړو. د ا تحصیل لنډیکوتل جمعیت علمای اسلام مرستیال حاجی خالص خان آفریدی په خصوصی توګه ګډون اوکړو، په غونډه کې ګنړ شمیر دیني عالمان او ځای مشران هم موجود وو.
د یادونې ده چې په دې مهم کانفرنس کې د ختم نبوت په عقیدې مفصلې ویناوې وشوې او مفتي پوپلزي له خلکو څخه بيعت واخستو چې د ختم نبوت په عقیده دوی پوخ ایمان دې او ددې ساتنه په مونږ ټول فرض ده او ددې ساتنه به کوو.
مفتی شهاب الدین پوپلزي په لنډیکوتل کې ختم نبوت لوې غونډې ته وینا کړې ده










Leave a Reply