په لنډیکوتل کې د زده کوونکو د حوصله افزایی لپاره غونډه جوړه کړې وه

باغي ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل تحصيل کمپاؤنډ به لوی جرګه هال کښې د شينواري ماډل کالج طالبعلمانو لخوا نوي راغلیو زده کوونکو لپاره یوه ښایسته غونډه تابیا شوې وه، په دې غونډه کښې تکړه زده کوونکو ته جایزې ورکړې شوې.
په دې موقع غونډې ته د وینا په مهال مشر میلمه او د بلدیاتي ټاکنو لپاره د تحصیل چیرمین لپاره امیدوارسید عالم شلماني وویل چی د خیبر لنډی کوتل په زده کونکو کی ډیر استعداد شته دی، هغه وویل چی د تل په څیر به د تعلیم په میدان کې زده کوونکو سره مرستې وکړی او ددوی سهولتونو لپاره به اړوند ادراو او چارواکو سره خبره وکړو، هغه زیاته کړه چې دې زده کوونکو د هېواد او اولس نوم یې روښانه کړې ده چې دا ددې سیمې لپاره یو ویاړ دې.
په دې غونډه کې د خاص مېلمه په توګه د دتحصیل چيئرمېن څوکۍ لپاره امیدوار سید عالم شملاني وو، په نورو مېلمنو کې د پي ټي ائي مشر شاهد شينوارى هم وو. د پي ټي آئي چيئرمېن شپ كانديد عدنان شينوارې د چيئرمېن سيټ لپاره آزاد كانديد كليم الله شينوارى د تورخم ټرانسپورټ يونين سينئر نائب صدر حاجي يعقوب الله شينواري۔ د خیریه موسسې مشر اختر علي شینواری، مفتي حامد شلماني، د لنډیکوتل سوداګرو اتحاديې مشر جعفر شينوارى عبید شینواری، پرنسپل، د شینوارو ماډل کالج. اغلې اغلې شینوارې. ځوان ایم پی اے نوشاد شینواری، په دی موقع د سیمی سیاسی مشرانو او طالبعلمانو هم ګډون اوکړو. مشرانو په زده کړو کې تکړه او هوښیارو زده کوونکو د انعامونه هم ورکړل.






