په ضلع کرم کې دې د صحت محکمې طبی کیمپ ولګوي: د ځایی مشرانو غوښتنه
باغي ټي وي رپورټ
د قبایلي ضم علاقو یو ضلعې د مرکزي کرمې د مناتو په سيمه کښې قبائلي مشرانو د مختلفو مرضونو مخنيوي لپاره د ميډيکل کيمپونو غوښتنه کړې ده۔
په وسطیي کرما کې د مناتو قومونو ګډې جرګې ته په وینا کې د پنځلس کسیزې کمېټۍ مشرانو نواب خان، مزید خان قاري ګل رحمان، نبي جان او نورو وویل چې د مناتو کنډلي بابا د وچکالۍ له امله د بېلا بېلو ناروغیو خپرېدل او د ناروغیو پېښې هم زیاتې شوې دي.
مشرانو په سيمه کې د فوري ميډيکل کيمپونو جوړولو غوښتنه کړي ، مشرانو ویلي دي چې ددې سيمي خلق ډير غريب دي نو په بیړني توګه دې ميډيکل کيمپونه ولګول شی او ددې سیمې غریب عوام ته دې ویړیا د علاج سهولت ورکړې شي.