اسټرالیايي کمپنۍ هغه راپور رد کړی چې ګواکې دوی لۀ طالبانو سره د چرسو د پروسس قرار داد کړی دی 

0
99

اسټرالیايي کمپنۍ هغه راپور رد کړی چې ګواکې دوی لۀ طالبانو سره د چرسو د پروسس قرار داد کړی دی 

تر دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي وو چې یاد شرکت په افغانستان کې د ۴۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي.

 

(2021 / 11 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د Cpharm په نامه یوې اسټرالیايي کمپنۍ د طالبانو هغه خبرونه رد کړي، چې کواګې دوی غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي.

یاد شرکت ویلي، چې له طالبانو سره یې د چرسو د پروسس کارخانې جوړولو په اړه هيڅ ډول هوکړه نه‌ده کړې.

دغه اسټرالیايي کمپنۍ په خپله رسمي پاڼې دغه خبر رد کړی او لیکلي یې دي:

“موږ له چرسو او له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرو. نه تولیدات لرو او نه هم څه عرضه کوو. یوازې طبي مشورتي خدمات د درملو شرکتونو ته په استرالیا کې وړاندې کوو.”

رويټرز خبري اژانس وايي، چېCpharm یوه کوچنی استرالیاوي طبي مشورتي شرکت دی او ټولټال کارمندان یې ۱۷ کسانو ته رسیږي.

اړوند موضوعات: 

افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخونه جوړېږي 

تر دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي وو چې یاد شرکت په افغانستان کې د ۴۵۰ ملیون ډالرو په ارزښت د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي.

Leave a reply