هند د اسرایلي حکومت په نقش قدم روان دې

0
97

باغي ټي وي رپورټ
د هند فوځ هم د اسرایلی حکومت به نقش قدم باندې روان دي، د جیو نیوز یو رپورټ مطابق د مقبوضه کشمير د خپلواکۍ د مبارزې په مهال د شهيد شويو کشميريانو جسدونه خپلوانو ته د سپارلو پر ځای د هندي فوځ له لوري په لرې پرتو ځايونو کې ښخول پيل کړي دي.

د هندي چارواکو لخوا د جعلي مقابلو په نتیجه کې د کشمیري مړو ښخول د کورونا وایرس وجه ښودل کیږي خو د مقبوضه کشمیر خلق وای چې هندي فوځ دا کار د کشمیریانو د ډار له وجهې کوي چې په لرې پرتو سیمو کې ی ښخوي.
د اسراييلي مجلې هاریټز د يو راپور له مخې، دا کار د کرونا له امله نه کوي بلکې د يوې ستراتيژۍ له امله ی کوي چې دا کار اسرائيلو په فلسطين کې هم کوي.
د دې خبرې ښکاره مثال دادې چې د حریت د مشر سید علي شاه ګیلاني چې څو میاشتې وړاندې له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو او دده مړې د هندي ځواکونو لخوا د هغه له کورنۍ څخه واخیستل شو او د شپې په تیاره کې د حیدر پورې په هدیره کې ښخ شو.

Leave a reply