د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې ښایي کرونا پۀ اروپا او اسیا کې ۷ لکه نور کسان هم ووژني 

0
71

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې ښایي کرونا پۀ اروپا او اسیا کې ۷ لکه نور کسان هم ووژني 

دا خبرداری پر داسې مهال ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او یو شمېر هېوادونو وار له مخه خپلو وګړو ته د قرنطین سپارښتنه هم کړې ده.

 

(2021 / 11 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ایچ‌او) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی دی چې کرونا وبا ښایي د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې په اروپا او د اسیا په یو شمېر هېوادونو کې تر اووه لکو پورې د نورو کسانو ژوند هم واخلي.

د دغه سازمان په خبره، کرونا وبا تر اوسه پورې په اروپایي هېوادونو کې یو نیم میلیون کسان مړه کړي دي.

ډبلیو‌ایچ‌او زیاته کړې ده چې په راتلونکي پسرلي کې به په ۴۹ هېوادونو کې په روغتونونو کې د جدي ناروغانو شمېر خورا لوړ شي.

دا خبرداری پر داسې مهال ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او یو شمېر هېوادونو وار له مخه خپلو وګړو ته د قرنطین سپارښتنه هم کړې ده.

Leave a reply